IQNA

یهود په قرآن کې /۱۲

د تقوا د کرامت په وړاندې  قومیت پالنه

10:34 - August 12, 2024
د خبر لمبر: 3489679
ایکنا- په داسې حال کې چې د یهودیانو یوه ډله د یهود ملت د توکمپالنې په برلاسي باندې په اعتقاد سره د خپل چلند په وړاندې ځواب ویونکې نه ده، قرآن کریم دټولو  توکمپالو،اقتصادي او ټولنیزو توپیرونو په نفي کولو سره  تقوا د فضیلت معیار ګرځوي.

قرآن کریم د یهودیانو  فاسقه او خلاف ورزي کونکي  ډله  دهغوی له مینځ لارې ډلې بیلوي او فرمائي ؛ مِنْهُمْ أُمَّةٌ مُقْتَصِدَةٌ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ سَاءَ مَا يَعْمَلُونَ»(مائده: ٦٦)   او  د تاریخ په اوږدو کې د لومړنۍ ډلې لپاره ډيرې ځانګړنې نقلوي. په دغو ځانګړنو کې د توکمپالنې احساس(Racism)، او ملی پالنه(Nationalism) شامله ده.یو یهودی څيړاند لیون سیمون په  دې اند دی چې ؛د یهود  دین  د مسیحیّت په خلاف هیڅکله د وګړي د روح د ژغورنې  ځيری نه ورکوي،د یهودیّت ټوله ائيډياوې او مفاهیم د یهود قوم له هستۍ سره غوټه خوړلې ده،(هنری فورډ، نړیوال یهود).

 قرآن کریم د یهود ملت د توکمپال برلاسي په زمینې کې دروغججنې ا دعاګانې او دا چې دوي یوه خاصه ځانګړنه لری او له جلا خټې پنځول شوي دي(آنها تافته‌ای جدا بافته‌اند)، محکوموي ؛ ددې پشمول چې مونږ د خدای بچیان او محبوب کسان یوو؛ نَحْنُ أَبْناءُ اللَّهِ وَ أَحِبَّاؤُهُ» (مائده، 18)،  هیڅوک به بهشت ته وارد نشي،مګر دا چې یهودی وي:  لَنْ يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ كانَ هُوداً» (بقره، 111) او  حتی مونږګناهګاران هم یوازې د څو ورځو  لپاره ډیره  کم سزا ویني؛ وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَةً» (بقره: 80).

قرآن کریم دغه ادعاګانو باندې په مختلفو رودو سره نیوکې کوي: د مثال په توګه ،  پوښتنه کوي چې آیا دوي  د پروردګار له خوا کوم حجت او عهد لری یا دا چې یوازې  پر خدای پورې نسبت ورکوي.؛ قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللَّهِ عَهْدًا فَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ عَهْدَهُ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ» (بقره: 80).  یا  ددوي وجدان ګواهي ورکوي چې که د آخرت نیکمرغي تاسو ته مخصوصه وي،نو بیاد مرګ آرزو وکړئ. قُلْ إِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْآخِرَةُ عِنْدَ اللَّهِ خَالِصَةً مِنْ دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ» (بقره: 94).

د توکم په برلاسي اعتقاد  دنورو  امانتونو په وړاندې د دوي د ځواب نه وئيلو یو دلیل دی. قرآن کریم فرمائي؛ وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِنْ تَأْمَنْهُ بِقِنْطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ وَمِنْهُمْ مَنْ إِنْ تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍ لَا يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَائِمًا» (آل عمران: 75). دغه آیت فرمائي  چې ځيني اهل کتاب حتی د یوه دینار په وړاندې هم خیانت نه کوي او ځیني نور اوښ له باران سره سالم نغري.ددغه چلند دلیل دا دی چې ؛ ذلِكَ بِأَنَّهُمْ قالُوا لَيْسَ عَلَيْنا فِي الْأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَ يَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَ هُمْ يَعْلَمُونَ‌» (آل عمران: 75)؛ یعني دوي باؤر درلود چې  د غیر اهل کتاب په باب (امّیّیّن) هرڅه وکړو ،مونږ ته ګناه نه حسابیږي.

پر دې اساس د یهودیانو دغې ډلې لپاره ، قوم پالنه اوملی پالنه د آسماني دین په مثال ګڼل شوې ده. دقرآن په اپوټه  چې ټول ،توکمپال ،،ګوندي،قومي ،قبیله، لږکي، اقتصادي،فکري،کلتوری ،اجتماعي او پوخي توپيرونه  مردود او رد شوي ګڼي او د فضیلت او کرامت معّیار  پرهیزګاري معرفي کوي؛ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَ جَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَ قَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَاللَّهِ أَتْقَاكُمْ» (حجرات: 13). په دغه آیت کې په ترتیب سره درو مهمو اصلو ته اشاره  شوې ده.د ښځې اوسړي په پنځون کې د مساوات اصل، په انساني ځانګړتیاؤ کې د توپير اصل او دا اصل چې تقوا د برلاسي معیّار دی.

captcha